انصار: (د غویی28مه)، د بغلان له سېلابځپلو سره د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بشري مرستو دغه ۴۲ ټني جوپه، په یوه پوځي الوتکه کې د مزارشریف ښار د مولانا جلالالدين بلخي هوايي ډګر ته رارسېدلې ده.
سرچينې ويلي، په دغو مرستو کې خوراکي او د سرپناه چمتو کولو توکي شامل دي.
د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه داسې مهال افغانستان ته را رسيږي چې په تېرو درې ورځو کې له سېلابځپلو سره د ياد هېواد د بشرپاله مرستو دوې نورې جوپې هم بلخ ته راليږل شوې وې.
لومړی ۲۲ ټني جوپه د (۱۴۰۳ کال د ثور په ۲۴مه) بلخ ته راوړل شوې او دويمه جوپه وړمه ورځ هېواد ته رارسېدلې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31623